https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
نيښ وهلي تخم
مورينګه سابه پلي ډول، تخم په دوبۍ کې کرنه، ښاغلى نور رحمان لېوال
Copy link Copied
تخم
مورينګه تخم اماراتو کې له ځايي مورينګه ونو څخه ترلاسه شو.

کرلو بهير
٢٥ اپريل ٢٠٢١ تخم له کرلو مخکي په نمجن کاغزي دسمال تاوو، په زيپ پلاستيکي خلته کې بند او تشناب په تياره المارۍ کې کېښودل شو هغه المارۍ د يوې اونۍ لپاره بنده وه. د کوټې تودوخه ٢٤-٢٧درجې او نمي ٦٠٪ ووه.

٣ مۍ ٢٠٢١، د کاغزي دسمال له لسو تخمو ٩ راشنه او نژدې يوه ګوته له ريښو سره لوى شوى ول، په ګلدانيو کې داسې وکرل شوي چې ريښې او ډنډر يې په خاوره کې خښ او د پاڼو په خوا يې يو ملي خاوره واچول شوه. په يوه شپه ورځ کې له خاورو را ووتل.

کرلو خاوره مالګين ريګ ورسره ١٠٪ له بوټو جوړ کامپوست. د کرلو په ورځ تودوخې درجه ٣١ او نمي ٤٢٪

لويدلو بهير
١٨ مى ٢٠٢١ پورې په ١٥ ورځو کې يو څپک لوى شول، د ورځې تودوخې درجه ×× او نمي ×× او شپې تودوخې درجه
٤ جون ٢٠٢١، ورځې تودوخه ٤٣درجې، نمي ٦٤٪ د شې تودوخه ٣٠ درجې او نمي ٢٩٪، غوچو ګلدانيو بوټي دوه لويشتې او د وړو ګلدانيو بوټي يوه لوشت لوى شوي، بايد نيال په غټو ګلدانيو يا نيال خلتو کې وکرل شي.

اوبخور
هره ورځ سهار او مازديګر تروې د څا اوبه ورکړل شوي

ناروغيو سره مخامخ کېدل ١٨ مى ٢٠٢١ چې بوټي نژدي يو څپک لوى شوي ول، شين چينجى يې پيدا کړ چې پاڼې يې خوړلې، له ځينو پاڼو يې تارونه تاوول ، په پاڼو او ځکمه يې تور د ګدن دانې هومره غول پراته وو. ددغه چينې حل دادى چې ولټول او مړ کړل شي، که بوټي ډېر ويي نو مورينګه ساتنه او درملنه برخه وګورئ

په٢٠ د ډيسمبر ٢٠٢١ ،مورينګه وني چې پخوا کرل شوي وي، ګلان يې وغوړول. له تخم څخه کرلي وني له ٤ مترو لوړي شوي خو ګلان يې تراوسه نه دي غوړولي، په انځور کي وګورئ.

More images
له تخم څخه بوټي راشنه شول
نيښ وهلي تخم کرنه او لېوال صاحب
زړو ونو ګلان وغوړول
٢٠ ډيسمبر ٢٠٢١ ونو لوړوالی