https://www.mahasib.com
ضروری
نمایش بیشتر...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د کارپه بدل کې دغنمو ویش ترعنوان لاندې داوبو مدیریت کولو برنامه پیل شوهد کارپه بدل کې دغنمو ویش ترعنوان لاندې داوبو مدیریت کولو برنامه پیل شوهلېوال ملي مړښت پروګرام ، د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى، د اوبو د سرچينو او ورشوګانو بډايه کولو د ١٣٩٣ وړانديز امارتوالو هم خپل کړ

لېوال ملي مړښت پروګرام ، د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى، د اوبو د سرچينو او ورشوګانو بډايه کولو د ١٣٩٣ وړانديز امارتوالو هم خپل کړ

کپی لینک کاپى شد
د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى، د اوبو د سرچينو او ورشوګانو بډايه کول، د ښاغلى نور رحمان لېوال د ١٣٩٣ ولسمشرۍ د پروګرامونو برخه وو، ترڅو په هېواد کې وچکالۍ لمنځه يوسي، د سيلابونو مخنيوى وکړي او هم د کاريزونو او چينو راژوندى کولو سره خوارک او څښاک ډېر شي. د هغه وخت درغلګر حکومت او د ټاکنو کميسيون د ښاغلى نوماندى ته خنډ شول.خو هڅه شوه چې د ولس او حکومتي سرچينو او ارادې ته په کتو د لېوال ملي مړښت پروګرام ځينې وړانديزونه خپاره شي چې "د چينو، څاګانو او کاريزونو اوبو ډېرولو او سيلابونو د مخنيوي ملي اشر" له هغو څخه يو دى.

١٣٩٨ کب مياشت کې د وخت حکومت دغه نوښت د ملي پراختيا شرکت لاندې خپل کړ، همدارنګه د خوښۍ خبره ده چې په ٣، ٨، ١٤٠٠ لېوال ملي مړښت پروګرام ، د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى، د اوبو د سرچينو او ورشوګانو بډايه کولو د ١٣٩٣ وړانديز امارتوالو هم خپل کړ چې زرګونو کسانو ته يې د کار کولو واره برابره کړه.

حکومت بايد دغه پروګرام لاپياوړى او په ټول هېواد کې عملي کړي او ټول هېوادوال بايد ترخپل توان د خپلو کورونو، ځمکو، ورشوګانو او نژدې غرونو کې کندې ويستل وکړئ. دا به د سختو بارانونو په وخت کې د سيلابونو له راتګ څخه مخنيوى وکړي، ځکه نړۍ کې د موسمي بدلونو له امله بارانونه ډېر جوړنده او اوبه يې بېکابو وي او به هم خوراک، څښاک او د اوبخور اوبو ډېرولو کې مرسته وکړي.

د لېوال بنسټ اداره
#نرلېوال #سيلابونه_مخنيوى #لېوال_ملي_مړښت